د «businessnews»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: صحبی عتيق وړمه ورځ د تيونس په پارليمان كښې د دغه هيواد د نوی اساسی قانون د اصولو د تنظيمولو د رودې په اړوند په يولړ ويناو كښې، د خپلو ويناو يوه زياته برخه د يوبل ترڅنګ د دين او سياست د وجود د ضرورت دفاع كولو ته بيله كړه.
دوی ووئيل: د تيونس نوی اساسی قانون پكار دی د قرآن كريم په تعليماتو او په سنت نبوی (ص) باندې ولاړ وی. هغه كسان چې څه نا څه له اسلامی تاريخ نه خبر دی اعتراف به وكړی چې په اسلام كښې دين او سياست هیڅكله له يو او بل نه جدا نه وو ځكه چې په دې الهی دين كښې مذهبی چارې په فردی مسائلو پورې نه محدودیږی بلكې د يوې ټولنې ټول اصول په بركښې نيسی، نو په دې وجه د دين له شتون پرته سياست په اسلام كښې هیڅ معنا نه لری.
د تيونس د پارليما دغه غړی ټينګار وكړ: هغه كسان چې له سياست څخه د دين د جدائۍ چغې وهی پكار دی پوه شی چې په دې كار سره يو اسلامی اصول ته ګوذار وركوی او دا كار ئې په هیڅ وجه د منلو وړ نه دی.
دوی په پائې كښې څرګنده كړه: البته زمونږ نظريات په دې معنا نه دی چې په تيونس كښې پكار دی يو دينی حكومت جوړ شی بلكې حكومت پكار دې ولسی او ډيموكراټيك وی او د هغه اساسی قانون دې هم اسلامی وی. 962747