IQNA

فلسطين بې قدس او قدس بې الاقصی جوماته نشی پاتې كيدلای

19:46 - March 03, 2012
د خبر لمبر: 2284691
نړيواله ډله: د قطر امير په دوحې كې روان د قدس د دفاع په نړيوال كانفرنس كې اعلان وكړ چې فلسطين بې قدسه او قدس بې الاقصی جوماته نشی پاتې كيدلای.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Islam Today»، یې نقلوی چې د قطر امير ښاغلی حـمد بن خليفه ال ثانی په دې كانفرنس كې وويل چې په قدس كې د اسراييلو ظلمونه او زياتې د انسانی حقوقو او د نړيوالو قانونونو سره سره د ملګرو ملتونو د سترې اسمبلی او امنيت كونسل د پريكړو څرګنده خلاف ورزی ده.
د قطر امير زياته كړه چې د قدس شريف ښه والې په دې كې دی چې د ښار د تاريخې نخښو نخښانو د ړنګولو داسراييلی دسيسو د مقابلې لپاره په ګډه او ټينګ دریځ تر لاسه كړو.
961415
captcha