IQNA

د سوریې پرخلاف تپل شوی جنګ به د ماتې سره مخامخ شی

23:14 - March 03, 2012
د خبر لمبر: 2284752
بين المللی ډله: د سوریې هدف ګرځول له ډيموكراسۍ او آزادۍ سره د ملاتړ په انګيزې سره نه دی بلكې د سوریې پرخلاف حمله د دغه هيواد د حكومت د مقاوم رول د له مينځه وړلو او د سيمې د تقسيمولو په موخه بڼه نيسی.
د لبنان د ((المنار)) ټيلی ويژنی چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په لبنان كښې له مقاومت څخه د حمايت د عربی او اسلامی تنظيم لوئې مدير يحيی غدار د سورئې د بدلون او آزادۍ لپاره د ولسی جبهې د غړی عباده بوظو سره په ملاقات كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د سوریې پرخلاف د جګړې د رودې خپلول به د مسئلې د بين المللی كولو، د مخالفو ډلګيو د جوړولو، د بې طرفو سيمو د وړانديز او د بهرنيو مرستو د داخليدو لپاره د امنيتی لاروچارو د رامينځته كولو په شان د عربو د اتحادیې د مخكښنيو اقداماتو په شان د ماتې سره مخامخ شی.
دوی زياته كړه: هغه څه چې نن سبا ئې په سوريه كښې وينو، په دغه هيواد كښې د كورنی جنګ د اور د غرغنډه كولو لپاره د مزدورو ډلګيو د وسله وال كولو او د القاعدې له ترهګرو او له تكفيری ډلګيو څخه د حمايت له لارې په سوريه كښې د واكمن نظام سره جنګ دی. 964090

captcha