IQNA

د ايكنا خبری آژانس د استعمار د دروغ جوړونې په وړاندې د مسلمانانو سپر دی

22:53 - March 04, 2012
د خبر لمبر: 2285471
بين المللی ډله: په داسې وخت كښې چې استعماری رسنۍ په دروغ وئيلو او د فتنې په رامينځته كولو سره هڅه كوی چې له اسلام څخه ويرونه رواج كړی، د ايران قرآنی خبری آژانس د يو مضبوط سپر يا ډال په شان د مسلمانانو د دریځونو دفاع كوی.
تيونسی شاندنې او د فرانسې د «شالون فلسطين»(Collectif Chalon Palestine) په نامه د صهيونيسټی ضدې كمیټې غړې د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره چې په اوسنۍ زمانه كښې اسلامی خبری آژانسونه له اسلام څخه د ويرونې د چلن سره په مقابله كښې يو ډير مهم رول لوبوی، ووئيل: د ايكنا خبری آژانس د ټولې نړۍ په مسلمانانو او اسلامی هيوادونو پورې د اړوندو خبرونو په وخت او سمې منعكسونې او خپرونې سره د لويدیځو رسنيو دروغجن تبليغات شنډوی او په مختلفو ژبو د خبرونو په ژباړلو سره خلك له حقيقت څخه خبروی.
دې د خپلو ويناو په دوام كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې اسلامی رسنۍ د سيمې د ولسی پاڅونونو او د اسلامی بيدارۍ د رامينځته كولو يوه اصلی ستن ده، څرګنده كړه: په حاضر حال كښې ترټولو مهم جنګ چې په نړۍ كښې موجود دی، رسندئی جنګ دی او په دې جنګ كښې چې هره ډله چټك او په وخت عمل وكړی، هغه به ګټونكې وی. نن سبا د اسلامی رسنيو په تيره بيا د ايران د قرآنی خبری آژانس ډير مهم كار، د اسلام د دښمنانو د دسيسو رسوا كول او له هر ډول تعصب او پلوتوب نه د خالی خبرونو منتقلول دی. 964743

captcha