د مصر چاپ ((اليوم السابع)) ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په بيلجئيم كښې استوګن مصری وكيل حسين علی السيد د افغانستان د بګرام په هوائی ډګر كښې د امريكائی سرتيرو په لاس د قرآن د يوشمير نسخو د سوزولو په وجه د امريكې د ولسمشر او د دغه هيواد د دفاع د وزير پرخلاف وړومبې شكايت ليك برابر كړی او د هالينډ د لاهې د ښار بين المللی محكمې ته ئې وړاندې كړ.
حسن علی السيد په دې هكله ووئيل: دا وړومبې شكايت ليك دی چې يو مصری ښاريز د امريكې پرخلاف وړاندې كړی دی او په دغه شكايت ليك كښې ئې د مسلمانانو د مقدس آسمانی كتاب يعنې د قرآن كريم د سپكاوی په دليل د يوميليارډ ډالرو په ارزښت د مالی تاوان غوښتنه شوې ده.
په دغه قضائی شكايت ليك كښې راغلی دی: هغه جنايت چې امريكائی سرتيرو ترسره كړی دی، د نړۍ په راتلونكی باندې به يولړ خطرناك آثار ولری او د نړۍ د څه باندې يونيم ميليارډ مسلمانانو سپكاوې او د اسلامی نړۍ پرخلاف د جنګ اعلان ګڼل كیږی. 964817