د «On Islam»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د امريكې د شمال د اسلامی مركز (ICNA) د عمومی روابطو مرستيال نعيم بیګ د دغه خبر په بيانولو سره ووئيل: په دغه طرحه كښې دا هڅه شوې ده چې مسلمانان وكړې شی د امريكې د نورو خلكو سره ارتباط او اړيكه ټينګه كړی او هغوی د اسلام د دين د اصل او د اسلامی قوانينو سره آشنا او بلد كړی.
دوی زياته كړه: مونږ د امريكې د مسلمانانو په اړه د ناسمو تصوراتو له مينځه وړل خپله دنده كڼو او د دغې طرحې د اجرا كولو هدف امريكايانو ته د اسلامی شريعت د مفاهيمو معرفی كول دی. 965115