IQNA

حماس د فلسطين د آزاد شويو اسيرانو بيا نيول كيدل دغندل

23:03 - March 05, 2012
د خبر لمبر: 2286214
بين المللی ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د اسرائيلو د رژيم له خوا د هغو فلسطينی اسيرانو د بيا نيول كيدو اقدام په كلكه وغنده كوم چې په دې وروستيو كښې د يو اسرائيلی سرتيرو د آزادولو په بدل كښې د دغه رژيم له جيلونو نه خلاص شوی وو.
د «Palestine Info» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حماس پرون د يوې بيانیې په خپرولو سره د تازه آزاد شويو فلسطينيانو د بيا نيول كيدو د غندنې په ترڅ كښې د صهيونيسټی رژيم دغه اقدام د دغه رژيم په جيلونو كښې د فلسطينی بنديانو د روحیې د كمزوری كولو په لړ كښې وباله.
حماس همداراز له حنا شلبی څخه د دغه غورځنګ ملاتړ اعلان كړ. ((حناشلبی)) هغه فلسطينۍ بندی ښځه ده چې د اسيرانو په دغه تبادله كښې آزاده شوې وه او په دې وروستيو كښې دوباره نيول شوې ده او د خپلې دوباره نيول كيدو له وخت څخه ئې د خوړو اعتصاب پيل كړی دی.
د حماس غورځنګ همداراز له شلبی څخه د لازيات حمايت غوښتنه وكړه او د اسيرانو د دغې تبادلې د سرپرست په توګه ئې له مصر او د بشری حقوقو له نورو ډلو نه وغوښتل چې په دې مسئله كښې دې ژر تر ژره مداخله وكړه او په صهيونسټی غاصب رژيم باندې د دباوو په اچولو سره د شلبی او د نورو فلسطينيانو ژوند خوندی كړی. 965290

captcha