د «mooslym»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی دعوت طرحه چې په ٢٠٠٩ ميلادی كال كښې د (( ولې اسلام )) Why Islam په عنوان سره د شمالی امريكې د مسلمانانو د تنظيم د غړو د يوې ډلې په همت پيل شوه، په نوی ميلادی كال كښې په يو نوی شعار سره خپل كار ته دوام وركوی.
د دغه طرحې د مجريانو د غږملتيا او عمومی روابطو مسئول احمدخالد څرګنده كړه: د اسلامی دعوت او بلنې طرحه په دې موخه پيل شوې ده چې ټولو امريكائی خلكو ته وښيو چې مسلمانان په نړۍ كښې د خشونت او تاؤتريخوالی په لټه كښې نه دی بلكې د سولې او امنيت د ټينګولو په لټه كښې دی. 967247