د سفيرنيوز خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې ولسمشر به په روانه اونۍ كښې د پيرس په ستر جومات كښې د شتون او د ((دليل بوبكر)) سره د ملاقات په ترڅ كښې، د دغه هيواد د پولو د ساتنې لپاره په وړومبی نړيوال جنګ كښې د وژل شويو مسلمانو سرتيرو د يادګار د جوړولو افتتاح وكړی.
ټاكل شوې ده چې د دغه يادګار افتتاح به د ١٣٩١ كال د وری يا حمل په مياشت كښې وشی خو ځينې رسنۍ وائی چې له ټاكل شوې نیټې نه مخكښې د دغه يادګار پرانيسته، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل كښې د فرانسی د مسلمانانو د توجه د جلبولو په موخه بڼه نيسی. 966310