IQNA

په نجف اشرف كښې د نړۍ د ترټول اوږد قرآن ليكل پيل شو

23:48 - March 08, 2012
د خبر لمبر: 2288050
بين المللی ډله: د نړۍ د ترټولو اوږد قرآن پاك ليكنه د روانې كب د مياشتې په ١٥ نیټه په نجف اشرف ښار كښې د عراق د يوشمير دينی او قرآنی شخصيتونو په شتون سره په يولړ مراسمو كښې پيل شوه.
د امام حسين (ع) د مقدسې روزې د راډيوئی شبكې د خبرونو د څانګې مسئول علاء السلامی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د دغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: د نړۍ ترټولو اوږد قرآن، ټاكل شوې ده د ليكنې د ختميدو نه پس د نړۍ د ريكارډونو د ثبتيدو په كتاب (ګينز) كښې ثبت او وليكل شی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: دغه قرآن به د ٥٦٠٠ میټره اوږوالی او د يو میټر په پلن والی سره برابر شی او د هغه په ليكنه كښې د (نسخ) او (ثلث) له خطونو نه استفاده شوې ده.
د نړۍ د دغه ترټولو اوږد قرآن په خبر پورې اړوند لازيات جزيئات به وروسته اعلان شی. 966757
captcha