د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې علی اكبر صالحی په دوشنبې كې په هوايی ډګر كې خبريالانوته دايران او تاجكستان ګډو ځانګړو فرهنګی اړيكوته په اشارې سره وويل چې تاجكستان ته یې له دې دری ورځنی سفر څخه یې موخه ددې دواړو هيوادونوترمنځ دوروستيو اړيكو څېړنه او دسيمې دبدلونونوپه اړه خبرې اترې كول دی .
ښاغلی صالحی زياته كړه چې تراوسه پورې دايران او تاجكستان ترمنځ اته ګډ كميسيونونه ترسره شوی اونهم كميسيون به هم درا روان كال په غبرګولی يا جوزا مياشت كې په پلازمينې تهران كې ترسره شی
صالحی وويل چې په دې كميسيون كې دمهمو او طرح وړ موضوعاتو څېړنه ددې كميسيون بله موضوع جوړوی.
علی اكبر دې ته په اشارې سره چې دراروان نوی كال نړيوال جشن په تاجكستان كې جوړیږی وويل چې دايران اسلامی جمهوريت په دې جشن كې ترټولو په لوړه كچه ګډون كوی
صالحی دغه راز دې په اشارې سره چې ۲۰۱۱ ميلادی كال دنړيوالو بدلونونو له مخې يو ځآنګړې كال ؤ زياته كړه امكان لری چې نړی په ۲۰۱۲ ميلادی كال كې هم دپام وړ بدلونونو شاهده وی له همدې امله هڅه كوو ترڅو له هم فكره هيوادونو سره له سلامشورو څخه ښه ګټه پورته كړو
ټآكل شوې چې ښاغلی صالحی به په دې سفركې له خپل تاجكستانی سيال سربېره دتاجكستان له ولسمشر سره هم وګوری.
968229