د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له التوافق له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د بحرين د جمعيت اسلامی وفاق ملی ګوند مشر ښاغلی علی سلمان په خبرو كې د دې خبرې په كولو سره چې د بحرين خلكو تر اوسه په دو نورو ټول پوښتنو كې ګډون كړې دې، جوته كړه د بحرين خلكو په ټول پوښتنه كې د خپل هيواد، عربی والی او د ملی اقدام منشور ته رايه وركړه.
هغه له نورو هيوادونو سره د بحرينی اولس د خوځښتونو ارتباط رد كړ او زيا ته یې كړه د بحرين مقاماتو تيرو دو ټول پوښتنو ته پام ونكړ او د بحرين د اولس له صادقانه او سوچه دریځونو سره یې خيانت وكړ او په همدې دليل تراوسه په نامناسب اقتصادی، سياسی او اجتماعی حالاتو كې ګير دې.
د بحرين د جمعيت اسلامی «الوفاق» ملی ګوند مشر جوته كړه د خلكو غوښتنو ته د ال خليفه رژيم تر تسلميدا پورې به د دغه هيواد د خلكو خوځښتونه دوام ولری.
968324