د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لاهور ښاره یې راپور راكړ چې قرانی اوونۍ په مناسبت سره د لاهور ښار د خانه فرهنګ لخوا له پينځم مارچه د قران پاك نندارتون شورو شوی دی.
په دې نندارتون كې مختلفې كوټې (سټالونه) لګيدلی دی چې پكښې د قران شريف ښې ښې نسخې كیښودل شوی دی چې پكښې د دوه ويشت ډول خطونو (قلمونو) قرانونه شامل دی چې په كې د كوفی رسم الخط د مختلفو قرانی نسخو نه علاوه مثابه، مشجر او منكسر او داسې نور رسم الخطونه موجود دی.
د تفسيرونو سټال ډير د پام وړ ګرځيدلې چې هلته د حضرت آيت اللہ ناصر مكارم شيرازی تفسير نمونه او د علامه علی نقی النقوی تفسيرونو خلكو ډير خوښ شو.
967989