د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اذربايجان له خبری اژانس (apa)، یې نقلوی چې د قفقاز كې د مسلمانانو تنظيم اعلان كړې دی چې اوس مهال كې له ټولو ناخوښ اقدام د يو دين او د هغو دينی نخښو بيا په تيره د اسلام او قران پاك په خلاف اقدام دی او مونږ دا ډول اقدامات نړيوال امن او امان لپاره خطرناب بولو او همدارنګ د دينونو او قومونو ترمينځ د خبرو اترو كار ته تاوان رسولو يو تالې څټی اقدام ؤبلل.
د قفقاز كې د مسلمانانو تنظيم په دې خبرې په ټينګار سره چې هره ورځ په نړۍ كې لكه ؛ عراق ، پاكستان، افغانستان او نورو اسلامی هيوادونو كې د اسلام مخالفو اقداماتو خبرونه رسیږی چې دغه خبرونه په انسانيت، عدالت او مساواتو باندې اغيز اچوی او دينونو تر مينځ د خبرو اترو او اختلافاتو كې زياتوالې راولی.
همدارازد افغانستان په سلګونو تنو د امريكا ځواكونو په حمله كې د ملكی افغانانو د وژلې په اعتراض كې مظاهرې وكړې.
د كاپيسا ولايت د مركز تګاب په سلګونو تنو پرون د دغه سيمې د ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته په راغونډيدو سره د بهرنيو ځواكونو په خلاف شعارونه وركړل.
مظاهره چيانو همداراز د دغه حملې د عاملانو د قضايی محاكمې غوښتنه وكړه .
967512