IQNA

احمدی نژاد: اسراييل يو مړ موجود دی او لويدیځوال یې نشی ژوندی كولې

11:48 - March 12, 2012
د خبر لمبر: 2289904
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په البرز ولايت كښې د خلكو په ټول كښې وويل د عدالت ټينګيدل د حكومت دنده ده ، ځكه عدالت د ټولنې د نيكمرغۍ بنسټ دی او د عدالت په سيورې كښې په ټولنه كښې امنيت، كمال او آرامښت تحقق مومی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد زياته كړه كه عدالت نهوی نو استعدادونه د غوړيدو فرصت نه مومی او په همدې اساس توحيد ته له بلنې وروسته د پيغمبرانو دنده د عدالت تحقق ؤ، ځكه چې د عدالت په ټينګيدو سره د ټولنې دنيكمرغۍ او انسانانو دودې لپاره فرصتونه برابریږی .
د اسلامی ايران ولسمشر لويدیځو هيوادونو ته په خطاب كښې وويل كه د ايران دملت په وړاندې منطق ، ادب او اخلاق ولرئ ، نو د ايران ملت هم كلتور ، تمدن ، انسانيت او اخلاق منی .
د اسلامی ايران ولسمشر د فلسطينيانو پرضد دصهيونست رژيم جنايتونو ته اشاره وكړه او هغه ې وغندل او زياته یې كړه صهيونست رژيم يو مړ موجود دی او لويدیځوال یې په خپلو هڅو سره نه شی ژوندی كولای .
احمدی نژاد د ايران دملت پرضد د لويدیځوالو پرله پسې ګواښونو ته په اشارې سره وويل له ملتونو سره په آدب او درناوی سره وغږیږئ ، هغوئ ته درناوی وكړئ او دملتونو حقوق په رسميت وپيژنئ .
970214
captcha