د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په دغه حكم په تيرو پنځو كلونوكښې ددغه ټولنې كړچار د منلووړ وباله او هيله یې وښودله د نظام د مصلحت پيژندونكې ټولنې د قانونی اقداماتو اغيزې او آثار په ښه ډول د هيواد په مديريت، دری ګونو قواؤ، وسله والو ځواكونو او نورو ادارو كښې پايله ولری او ټول یې ووينی.
ښاغلی حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای همدغه راز د نظام د مصلحت پيژندونكې ټولنې نوی غړی د مصلحت رعايتولو، انصاف، بشپړتوب او په حقيقی معنی د نظام د مصللحت رعايتولو، ددغه ټولنې او اړونده كميسيونونو په غونډو كښې فعال شتون ته وربلل او په هغو مهمو دندو كښې یې د هغوئ د بريالی توب غوښتنه وكړه چې په نوی پړاؤ كښې یې په غاړه وراچول شوی دی.
972215