IQNA

د بحرين خلك له خپل هيواده د عربستان د پوځيانو وتل غواړی

21:11 - March 15, 2012
د خبر لمبر: 2292322
نړيواله ډله: د بحرين د انقلابی ډلو مشرانو د خپل هيواد خلك له بحرين څخه د سعودی عربستان د نيواكګرو پوځيانو د ايستلو لپاره د مقاومت او فعاليتونو زياتولو ته وروبلل.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټيلی ويژن یې نقلوی په داسې حال كښې چې د بحرين خلك نن د سعودی عربستان د نيواكګرو عسكرو بحرين ته د ورتلو لومړنۍ كليزه مخ ته لری د انقلابی ډلو مشرانو خلكو ته بلنه وركړه چې نن د سياسی بنديانو د خوشی كيدا او د ال خليفه رژيم د بدليدا او د نيواكګرو پوځيانو د ايستلو د غوښتنې لپاره پراخې مظاهرې وكړی.
له دې وړاندې د بحرين دفرورۍ د څوارلسمې نیټې ائتلاف دغه هيواد ته دسعودی عربستان دال سعود رژيم دنيواكګرو پوځيانو دورتلو د كليزې په مناسبت دخلكو داعتراضونو دسختولو غوښتنه كړی وه .
په بحرين كښې له تير ميلادی كال راهسې دخلكو ستر انقلاب او پاڅون دوام لری او په اعتراض كونكو دسعودی عربستان او بحرين د عسكرو په حملو كښې تراوسه ګڼ شمير كسان مړه او ژوبل شوی دی .
په بحرين كښې ديره امريكايی او بريتانوی پوځی قوماندانان دخلكو په ځپنو او شكنجو څارنه لری او امريكا ، انګلستان ، سعودی عربستان او ځينې نور عرب او اروپايی هيوادونه د بحرين د ديكتاتور رژيم په قدرت كښې د پاتې كيدا هڅه كوی .
دغو هيوادونو په يمن كښې هم همدغه كار ته دوام وركړی .
972015
captcha