IQNA

د اسلامی ملګرتياو تنظيم په غزې باندې د اسراييلو حملې په كلكه وغندلی

20:32 - March 16, 2012
د خبر لمبر: 2292582
نړيواله ډله: د اسلامی ملګرتياو تنظيم په يولسم مارچ د صهيونيسټانو لخوا د غزې په بې ګناه خلكو د هوایې بريدونه په كلكه وغندل.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼی «oic-oci»، یې نقلوی چې د اسلامی ملګرتياو تنظيم مشر ښاغلی احسان اوغلو د غزې په مظلومو او بې ګناه ښاريزو د اسراييلو پرله پسی هوایې حملو لامله د ګڼ شمير د فلسطينيانو د شهيديدا او ژوبليدا باندې د خپلې اندیښنی ښودنی سره دا حـملې یې د نړيوالو قوانينو څرګنده خلاف ورزی وګڼله.
هغه زياته كړه چې دا اقدامات په سيمې كې د ناامنی او تيرې د رامينځته كولو لامل دی چې ددې ناامنی او تيرې او وحشت ټؤله ذمه واری د اسراييلو په حكومت باندې راځی.
970209
captcha