د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «al-kanz»، یې نقلوی چې د امريكې په فلوریډا ولايت كې په "دا ورلډ اوریټيج" نومې چرچ پادرې ټيرې جونز چې په ميلادی كال 2010ء كې د قران د سوزونې ګواښ وركړې ؤ، يو ځل بيا په افغانستان كې د امريكې پوځيانو په لاس د قران پاك سوزونی په حمايت كولو سره اعلان وكړ چې هغه به په نړيوال غورځنك كې د مسلمانانو د سپیڅلی كتاب د سوزونی افتتاح كوی.
هغه په مينځنی ختیځ كې د عيسايانو د حقوقو د ضايع كيدا او په سيمې كې د عيسايانو سره تبعيضی چلند په اشارې سره وويل چې كه دا ډول سياسی هدفونه دوام ومومی نو هغه به يو ځل بيا په ميلادی مياشتې مئ كې د قران پاك او د پيغمبر اكرم د سپكاوونكی انځورونه او عكسونه خپور كړی.
972905