د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندویې رامين مهمان پرست په خپلو خبرو كې وويل چې ايران د شام په پلازمينې دمشق كې تر سره شوی ترهګرۍ چاودنو په غندلو سره دا د نه بخښلو كار بلی.
په دا ډول اقداماتو سره شام ملت له خپلې اصلی لارې نشی بې ځايه كولی او دا ډول اقداماتو سره د سيمی امنيت ته تاوان رسیږی او د دې خرابيدو ذمه وار هغه حكومتونه دی چې هغوی په شام كې د مخالفينو او ترهګرو ته وسله وركوی او هغوی دغه وسله د شام قوم او ولس په خلاف كاروی چې بې ګناه انسانان په تيره ماشومان او ښځې شهيدوی.
973860