د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مرکز "almasryalyoum" يې نقلوي چې د خلق ګوند تيره شپه د محمد سعد په مشرۍ يوه ناسته تر سره کړه چې پکښې دا وغوښتل شول چې په فلسطينيانو د اسراييلو ظلمونه او تيرې او بې رحمه بريدونه په اعتراض کې دې قاهره د اسراييل سفير له خپل هيواده وشړي او له تل ابيبه خپل سفير راغواړي.
په دې بيانيې کې راغلي دي چې مصر زر تر زره اسراييلو تا د ګازو (ګيس) صادرات بند کړي او زياته يې کړه چې مصر هيڅ کله د اسراييلو حکومت اتحادي او ملګري نشی کيدای ځکه چې اسراييل د مصر او عربو دښمن دی.
په دې بيان کې راغلي دي چې مصر حکومت دی اسراييلو سره د ټولو تړونونو په هکله بيا کتنه وکړي او ورسره هر ډول اړيکې غوڅ کړي.
971128
`