IQNA

ايت الله خامنه اي: تیر لمریز کال د ایران لپاره د کامیابیو کال و

20:57 - March 20, 2012
د خبر لمبر: 2293931
سياسي او ټولنيزه ډله: د اسلامي انقلاب ستر لارښود دیارلس سوه نویم کال په نړۍ سیمه او ایران کې له پیښو ډک کال وباله او وې فرمایل چې دا پیښې د ایران د ولس په ګټه او دهغوی هدفونو ته درسیدلو په لړ کې وې .
د ایراني ولس او ایران په هکله بدې موخې او خیالات لري په لویدیځو هیوادونو کې له ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ دي او په سیمه کې هم هغو ولسونو چې اسلامی ایران یې همیشه ملاتړ کړی دی لویو موخو ته رسیدلې دي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ کوم دیکتاتوران چې دسیمې په هیوادونو کې له چوکیو را غورځول شوې دي په دغو هیوادونو کې داسلام په بنیاد اساسي قوانین تصویب شوې او د اسلامي امت او ایراني ولس لومړی لمبر دښمن یعنې صهیونسټ رژیم په کلابندۍ کې راغلی دی.
حضرت ایت الله العظمی خامنه ای همداراز په ایران کې د تیرو کلونو پیښو ته په اشارې سره وویل چې د هیواد په داخل کې په حقیقي توګه نویم کال دایران د ولس د اقتدار کال و.
دوی زیاته کړه چې په سیاسي اړخ کې د ایران ولس د اسلامي انقلاب د کامیابۍ دکلیزې په لاریون او د اسلامي شورا په انتخاباتو کې داسې ګډون وښوده چې او د ملي واکمنۍ لپاره یې داسې یوه بیلګه د سیمې په تاریخ کې انځور کړه چې پخوا یې ډیر کم مثال ترسترګو کیږي.
د رهبرۍ ستر مقام اقتصادي هلې ځلې او په مختلفو اقتصادي ډګرونو کې د ایراني ولس شتون یو ضرورت وباله او وې ویل : د اقتصادي جهاد لویه برخه د ملي تولید مسله ده چې ک ه ولس پّ هوډ همت ، پوهې او د مسولانو په سم پلان سره وتوانیږی د داخلی تولید مشکل حل کړي بې له شکه د دښمن په چیلنجونو بریالی کیږي .
دوي جوته کړه چې له هغو ټولو دښمنیو او بد خواهانه یرغلونو او تبلیغاتو سره سره د ایران ولس په خپل ټول توان سره په ډګر کې خپل شتون، او په بیلابیلو عملي ، اجتماعي سیاسي او اقتصادي میدانونو کې خپل چمتووالی ښ،دلی دی. .
د رهبرۍ ستر مقام دداخلي تولید د زیاتولو په غرض هلو ځلو ته د ایران دولس او داقتصادي ډګر د چاروالو او دهیواد د مسوولانو په بللو سره ، د سږ کال شعال « ملي تولید، د ایرانۍ پانګې او کار ملاتړ اعلان کړ.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود دیارلس سوه نویم کال په نړۍ سیمه او ایران کې له پیښو ډک کال وباله او وې فرمایل چې دا پیښې د ایران د ولس په ګټه او دهغوی هدفونو ته درسیدلو په لړ کې وې .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ کوم دیکتاتوران چې دسیمې په هیوادونو کې له چوکیو را غورځول شوې دي په دغو هیوادونو کې داسلام په بنیاد اساسي قوانین تصویب شوې او د اسلامي امت او ایراني ولس لومړی لمبر دښمن یعنې صهیونسټ رژیم په کلابندۍ کې راغلی دی.
لکه څرنګه چې د رهبرۍ ستر مقام یادونه وکړه دیارلس سوه نویم لمریز کال له داسې پیښو ډک و چې د سیمې په هیوادونو کې رامینځته شوې او نورو هیوادونو ته هم وغځیدلې.
په تیر یوه کال کې د ظلم او پیلتیا په خلاف د سیمې د مسلمانو ولسونو په پاڅون سره په سیمې کې له ډیرو کلونو واکمن زورواکان یو په بل پسې له ګدیو راکښته کړی شول او د خلکو له خونړیو ځپلو او د خلکو د بدلونو په لاره کې د انحراف د رامینځته کولو لپاره د سترو قدرتونو له توطئو سره سره انقلابي خلکو په سیمه او اسلامي هیوادونو کې خپل برخلیک په لاس کې واخسته.
د پیښو بهیر وښودله او د نړۍ زیاتره شناندي هم باور لري چې د سیمې د مسلمانو ولسونو پآڅونونه چې د الله اکبر په شعار سره او په لویدیځ پورې د تړول دیکتاتورانو د نسکورولو لپاره تر سره شول د ایران له اسلامي انقلابه متاثر وو او د اسلامي موخو ، خپلواکۍ د اهدافو او د صهیونسټ رژیم په خلاف پرمخ ځي. که څه هم امریکا او نورو هیوادونو هڅه وکړه چې د انقلاب دبریاوو په نیلام کولو سره په تیونس ، مصر او یمن کې د خپلو لاس پوڅو واکمنانو ملاتړ وکړي او دخلکو مبارزې یوازې له اقتصادي فساد سره د مبارزې او دمدني ازادیو د لاسته راوړلو لپاره وبریښوي خو د خلکو د نظر او رایې نتیجه پّ تیره بیا د مصر او تیونس د انتخاباتو نتیجې د سیمې د انقلابي خلکو د سوچه اسلامي حرکت ښودنه کوي.
دا لاسته راوړنه لکه څرنګه چې د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه د ایران د ولس په ګټه او د د ایران داسلامي انقلاب د خلکو دایډیالونو په لړ کې ده پّ تیره بیا دا چې د دغو بدلونونو په نتیجه کې صهیونسټ رژیم د اسلامي امت د اصلي دښمن په توګه په سیمه کې دخپلو ملګرو په نسکوریدو سره په کلابندۍ کې راغلی دی.
تیر کال د لویدیځ نړۍ په تیره بیا د ایراني ولس د بدغواړو لپآره هم له ډیرو مشکلاتو او ستونزو ډک کال و.
په کې د واکمن پانګه وونکي نظام په خلاف و ال اسټریټ غورځنګ د امریکایی چارواکو ګریوان ته ورسیده او واشنګټن یې له لویو ننګونو سره مخ کړ. له اقتصادي بحران او د یورو د ارزښت له لویدلو سره په یو وخت له امریکا اروپا ته د خلکو په تیره بیا د مختلفو ډلو د اعتراضونو اوږدیدو هم اروپا له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړه چې د دغه هیواد د دولتونو د کمزورۍ سبب وګرځیده.
له دې امله په مختلفو چټي پلمو په تیره بیا د ایټمي مسلې په پلمه په ایران د دباو د راوړولو لپاره د لویدیځو هر اړخیزه هڅو سره سره پّ دغو هیوادونو کې مختلفو مشکلات سبب شول چې هغوی د ایران په خلاف په خپلو غلیمانه کوششونو کې کامیاب نه شي.
منجمله د ایران په خلاف اقتصادي بندیز له ټولو پروپاګنډو سره سره شنډ پاتې شو او د ایران نوښت پّ دغه لوبه کې د ایران په لاس کې په ګټونکې پاڼه بدل شو.
دغه بهیرونه چې کله د اسلامی ایران له اقتصادي ترقۍ او د اسلامي انقلاب د کلیزې په لاریون او په انتخاباتو کې دخلکو له پراخ شتون سره یو ځای شول نو تیر کال یې د ایران د اقتدار او طاقت په کال بدل کړ . او د اسلامي انقلا ب د ستر لارښود په وینا په تاریخ کې یې دایران لپاره یو داسې اقتدار ولیکه چې ساری یې تر دې مخکې ډیر کم لیدل شوی و.
974390
captcha