IQNA

د ايران د لوی لارښود د ملی توليد په حمايت ټينګار قرانی بنياد لری

9:42 - March 24, 2012
د خبر لمبر: 2294215
سياسی ډله: د ايران د ستر لارښود د ملی توليد په حمايت ټينګار قرانی بنياد لری هلته چې فرمايی: «وَمَثَلُهُمْ فِی الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ یُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِیَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا» ايت كښې فرمايی: چې يوه اسلامی ټولنه بايد مستقله وی او چاته محتاجه نه وی.
ايران د قرانی خبری اژانس په راپور: د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمدی خاتمی وويل: د ايران د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای لخوا دروان هجری لمريز كال دملی توليد، دايران له پانګې او كار دملاتړ كال نومولو ته په اشارې سره وويل دغه نوم وركول به دايران دملت داتحاد دپياوړتيا او په ټولو ډګرونو كښې ځان بسنې ته درسيدا سبب شی .

دتهران دجمعې لمانځه خطيب دايران پرضد دلويدیځ دبايكاټونو لغوه كيدا دايران داسلامی شورا دنهم پړاو دپرتمينه انتخاباتو لومړنۍ بريا او دامريكاددسيسو ماتی وبلله .
سيد احمدی خاتمی زياته كړه: په نړيوال ډګر كښې دايران دپارلمان په انتخاباتو كښې دايران دملت دزيات ګډون داغيز په باره كښې وويل دايران پرضد دترسره شويو بايكاټونو په لغوه كولو كښې دلويدیځو هيوادونو وروستی كړچار دايران له انتخاباتو دامريكا او اروپايی هيوادونو دانفعال نتيجه ده .
ايت الله خاتمی دمارچ دمياشتې ددوهمې نیټې په انتخاباتو كښې دايران دخلكو پرتمينه ګډون دايران داسلامی جمهوريت ضد ددښمانانو دسيسو ته محكم او پريكنده ځواب وباله .
هغه زياته كړه دسلطې دنظام په وړاندې دايران دخلكو مقاومت او ارادې تل لويدیځ دايران پرضد له خپلو سلطه غواړو سياستونو شاتګ كولو ته مجبوره كړی دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په دې خبرې سره چې په اروپايی هيوادونو كښې اوسنی اقتصادی كړكيچ دغه هيوادونه له ديواليه كيدا سره مخامخ كړی دی وويل دايران دتيلو بايكاټ دهغوې لپاره له پیښمانه كيدا او شاتګ پرته بله كومه نتيجه نلرله .
974616
captcha