IQNA

د ايران ولسمشر: نوروز د نړيوالې سولې، دوستۍ او امنيت غږ دی

22:40 - March 25, 2012
د خبر لمبر: 2294553
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل چې د نوروز نړيواله ورځ، يوه موكه ده ترڅو د هغو پر انسانی ارزښتونو په تكیې سره، د نړيوالې سولې او امنيت لپاره د ملتونو غږملتيا پرځایښت ومومی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تاجكستان په پلازمينه، دوشنبې ښار كې د نوروز په درېيم نړيوال جشن كې د نړۍ ټولو ملتونو په ځانګړې توګه د دې لرغونی تمدن د حوزې ملتونو ته د نوروزد مباركۍ په ويلو سره ټينګار وكړ چې د نوروز نړيواله ورځ، يوه موكه ده ترڅو د هغو پر انسانی ارزښتونو په تكیې سره، د نړيوالې سولې او امنيت لپاره د ملتونو غږملتيا پرځایښت ومومی.
د ايران ولسمشر د سيمې په هېوادونو كې د نوروز د جشن څرګندو ځانګړتياوو ته په اشارې سره هيله مندی څرګنده كړه چې، په نوی كال كې د نړۍ خلك، د هېوادونو ترمنځ د سياسی او اقتصادی اړيكو د كچې د پراخولو شاهد واوسی.
احمدی نژاد وويل چې، نوروز له پراخو انسانی ارزښتونو برخور دی او بشريت عدالت ته د رسيدو او د تېری ګرو پر وړاندې دريدنې ته رابولی.
د ايران د اسلامی جمهوريت و لسمشر همدارنګه د نوروز د حوزې ملتونه په نړۍ كې د سولې او دوستۍ بېرغ وال معرفی كړل.
د نوروز په دريم نړيوال جشن كې د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر پرشتون سربېره، د افغانستان، تاجكستان، پاكستان ولسمشران او د تمدنی حوزې له شلو ډېرو هېوادونو استازی ګډون لری.
د ايران ولسمشر پرون د نوروز په نړيوال جشن كې او همدارنګه د افغانستان په پنځمه اقتصادی غونډه كې د ګډون لپاره د تاجكستان پلازمېنې، دوشنبې ته ولاړ.
د نوروز لومړنی او دويم نړيوال جشنونه په تېرو دوو كالو كې د نړيوالو كلتوری ميراثونو په نوم لړ كې ددې لرغونی مناسبت له ثبتېدو وروسته، د ايران په كوربه توب ترسره شول.
975064
captcha