د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې خبری چينل "IRCICA" یې نقلوی چې د د استانبول د تاريخ او هنر لپاره اسلامی مركز "IRCICA" لخوا د اسلامی خطاطۍ نړيوالو مقابلو نهم پړاو تر سره كیږی په دې كې برخه اخستونكی كسان د روان ميلادی كال 2012ء د اكتوبر د مياشتی يو ديرشمی نیټی پورې خپل نومونه ليكلی شی او خپل هنرې اثار او خطاطۍ د راتلونكی ميلادی كال 2013ء د فرورۍ د مياشتی اته ويشتمی نیټی پورې دې ادارې مركزی دفتر ته لیږلې شی.
په دې مقابلو كې د ثلث جلی، ثلث ، نستعليق جلی، نستعليق، ديوانی، كوفی، رقعہ او لويدیځې خطونه شامل دی دا مقابلې په اسلامی نړۍ كې هر دريو كلونو پس تر سره كیږی.
د ويلو ده چې په 2009ء ميلادی كال په دې مقابلو كې په نستعليق خط كې د ايران خطاطو لومړۍ انعام تر لاسه كړې ؤ.
974991