IQNA

د اسلامی ملګرتيا سازمان د ملګرو ملتونو له پرېكړې هركلی وكړ

22:49 - March 26, 2012
د خبر لمبر: 2294907
نړيواله ډله: د اسلامی ملګرتيا سازمان د ملګرو ملتونو د سازمان د هغه پرېكړې هركلی كړی چې په فلسطينی سيمو كې د صهيونيسټ رژيم د پراختيا غواړو اقداماتو او د فلسطين د ملت پرضد یې د دې اقداماتو د پايلو په اړه خپلوكه حقيقت موندونكې كمېټه جوړه كړې ده.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «oic-oci»، له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د اسلامی ملګرتيا سازمان عمومی منشی، اكمل الدين احسان اوغلو په يوه بيانيه كې ټينګار وكړ چې دغه سازمان تل د فلسطين د مسئلې په اړه تل د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو د پريكړه ليكونو په ځانګړې توګه د فلسطينی ملت پرحقوقو د صهيونيسټی ښارګوټو د پراختيا د اغېزو په اړه د تحقيق لپاره دخپلواكې نړيوالې كمېټې د جوړيدو لپاره ددې شورا د پرېكړې هركلی كړی دی.
احسان اوغلو وويل چې د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو د شورا وروستی پريكړه ليك د فلسطين د ملت لپاره او د هغوی د روا حقوقو د پرځایښټ لپاره ستره لاسته راوړنه ده ترڅو نړيواله ټولنه په نيواكګرۍ او د فلسطين په نيواكی سيمو كې د غيرقانونی ښارګوټو د جوړيدو په دوام كې د صهيونيسټ رژيم د اقدام د مخنيوی لپاره پر خپل مسووليت عمل وكړی.
د اسلامی ملګرتيا شورا عمومی منشی، له اسلامی هېوادونو او نورو هېوادونو چې د دا ډول مهم پريكړه ليك د مسودې او له هغو څخه هراړخيز ملاتړ كړی، قدرونه وكړه.
975303
captcha