IQNA

"د برتانيا د دفاع" په نوم سره د اسلام مخالف ګوند جوړیږی

22:49 - March 26, 2012
د خبر لمبر: 2294910
نړيواله ډله: درې كاله مخكښې جوړ شوی د اسلام مخالف غورځنګ "د برتانيا د دفاع" د مارچ په درې ويشتمی نیټی ددې غورځنګ د سياسی ګوند د جوړولو خبر وركړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «20minutes»، یې نقلوی چې د خپل جوړيدو راهسی تر اوسه پورې د اسلامی سپیڅلتياو باندې حملې او د مسلمانانو سپكاوې یې د خپلو پروګرامونو د لړليك په سر كې راوستونكې "د برتانيا د دفاع" نومې غورځنګ اعلان كړې دی چې دا غورځنګ د ميلادی كال 2012ء په مئی مياشتې كې دا په يو سياسی ګوند كې بدلیږی.
د دې اسلام مخالف غورځنګ مشر اسټيفن لينون په خپلو خبرو كې دا څرګنده كړې ده چې "د برتانيا د دفاع" خپل سياسې څانګې په وسيله د هيواد په ټول ټاكنو كې هم د برخه اخستو فيصله كړې ده.
974739

captcha