د ايران د قرانی نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، محمود احمدې نژاد څرګنده كړه ايران د نړيوالو ژمنو په چوكاټ كې له اتومی انرژۍ د ګټې اخيستنې د قانون د پرځایښت او د عدالت د رعايتولو غوښتونكئ دئ او په همدې اصل په ټينګار سره د فشارونو او ګواښونو په مقابل كې ولاړ دئ .
د ولس مشر دا خبرې د نړی د لويو مسائلو په تيره د اتومی موضوع په اړه د ايران د اصولی دریځ يو ځل بيا ټينګار دئ .
ايران د ان ټی پی تړون لاسليك كوونكئ هيواد دئ او اتومی فعاليت ېې هم د اتومی انرژۍ د نړيوال آژانس تر بشپړې څارنې لاندې دئ .
ګڼ شمير راپورونه د دې ټكی تآئيد كوی چې ايران د ان پی ټی تړون ته ژمن دئ له همدې امله روښانه ده چې ايران بايد د آژانس د قوانينو په اساس له خپلو حقونو برخه من شی .
خو له دې واقعيتونو سره سره د امريكا ولس مشر د دوشنبې په ورځ د جنوبی كوريا په پلازمينه سيول كې د اتومی امنيت د غونډې په څنډه كې د خپلې وينا په ترځ كې د خپلو بې ځايه تورونو په تكرار سره يو ځل بيا له ايران وغوښتل چې خپل اتومی پروګرامونه پریږدی او له هغه څه چې ده ورته مخامخيدا وويله ډه ډه وكړی .
د امريكا او د سپينې ماڼۍ د څو غږمله هيوادونو كړچار ته كتنه د دې ښودنه كوی چې د ايران په وړاندې د امريكا فشارونه له اتومی پروګرام څخه د اندیښنې له مخې نه دی ځكه چې په دې اړه هیڅ كوم دليل او مدرك شتون نه لری بلكې په اصل كې د دوښمنۍ اصلی لامل بايد د امريكا سلطه غواړې او انحصار غوښتونكې انګيزه او د ايران له پرمختګ سره د امريكا ذاتی دوښمنی وبولو .
له همدې مخې د ايران د سوله ايز اتومی پروګرام تر پوښتنې لاندې د راوستلو لپاره فرضيه جوړونه او د احتمالی ګونګتياوو د لرې كولو په موخه د روغوونكو خبرو اترو په وړاندې كار ړنګونه او له دې سره په موازی ډول د ايران په وړاندې د بنديزونو او فشارونو پراختيا د ايران په ضد د امريكا د دوښمنۍ ستراتيژی ده ، خو امريكا هم له جدی چلينجونو سره مخ ده چې د ايران پر ضد اقتصادی په تيره د ايران په تيلو بنديزونه د امريكا د خپل ځان ، اروپا او حتې د آسيايی هيوادونو لپاره په يوه خپسكه بدل كړی دی .
له همدې مخې امريكا د دې بنديزونو په اجراء كې د يو شمير اروپآيی او آسيايی هيوادونو له خوا له جدی ستونځو سره مخ شوې او دې هيواد هم اوس يو شمير استثناوې په نظر كې نيولې دی .
هماغه ډول چې د اسلامی ايران ولس مشر د جرمنی له زی دی ايف تلويزونی چينل سره په مركه كې ورته اشاره وكړه په پريكنده ډول ايران هم كولای شی ځوابی اقدامات وكړی .
ايران همدا اوس د ۲۴ ميليارد ډالرو په ارزښت له اروپا سره مبادله لری چې دا كچه له دوه تر دری لكو كاری فرصوتونو په معنا ده .
د دې تر څنګ چې د وال سټريت غورځنګ اوس د امريكا لپاره په يوه جدی ګواښ بدل شوې دئ .
چې دېستونځې په منځڼی ختیځ سيمه كې د امريكا د جنګ غواړو سياستونو د ماتې په پايلو اضافه كړې ده .ږ
امريكا د خپلو بې اساسه ادعاګانو په مطرحولو لكه له ترهګرۍ د ايران ملاتړ او د بشر حقوقو تر پښو لاندې كولو او په اوس وخت كې اتومی وسلو ته د لاسرسی پيدا كولو لپاره د هڅو لپاره په ايران تور لګول په اصل كې د خپلو تيرو آزمايل شويو تيروتنو د بيا آزمايلو لپاره هڅه ده .
د ايران په وړاندې د امريكا دوښمنانه اقدامات چې په ايران كې د اسلامی انقلاب د برياليتوب له پيله پيل شوې يوه اوږده نوم لړ ته شاملیږی لكه د امريكا په بانكونو كې د ايران د حسابونو او شتمنيو كنګلول د ايران په ختیځ طبس كې فوځی يرغليز اقدام ، په تپلې جګړه كې له صدام رژيم ملاتړ ، عراق ته د كمياوی وسلو وركول ،د ايران په تيلی كښتيو او سكو ګانو بريد، د فارس خليج اوبو كې د ايران په فضآء كې د يوې مسافر وړونكې ايرانی الوتكې راغورځول چې ۲۹۰ تنه سورلۍ ېې وژل شوې و ې دا اقدامات لا هم دوام لری او اوس محال يوه نوی پړاو ته ننوتلی دی چې د ايران په ضد د بنديزونواو د ايران د پرمختګ او رغونې په لاره كې پراخ بنديزونه هم په كې شاملیږی .
البته كلونه كیږی چې سياسی لفاظی ، اقتصادی بنديزونه او همداراز فوځی ګواښونه د ايران په ضد لا دوام لری خو امريكا په ښه ډول پوهیږی چې چې دا اقدامات د ايران د ملت د ارادې په وړاندې هیڅ كوم اغيز نه لری .
هماغه ډول چې د اسلامی ايران ولس مشر وويل دا ډول سياستونه به كومه پايله ونه لری او امريكا بايد خپل كړچار سم كړی .
په دې كې شك نه شته چې اتومی پوهه په ايران كې بنسټيزه شوې ده او ايران پريكړه كړې چې له دې پوهې به په سوله ايز ډول د خپل هيواد په پراختيا او پرمختګ كې ګټه واخلی او د دباوونو په وړاندې به هم ولاړ وی هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم په خپلو وروستيو څرګنودنو كې په ډاګه كړه كه په ايران فوځی يرغل وشی ايران به يرغل كوونكو ته متناسب ځواب وركړی
975581