IQNA

قذافی د امام موسی صدر د شهادت ټول ګواهان وژلی وو

22:57 - March 27, 2012
د خبر لمبر: 2295255
نړيواله ډله: د مصر نسكوره شوی ولسمشر ښاغلی حسن مبارك د امام موسی صدر د شهادت دعوا كړې ده هغه ويلی دی چې قذافی د امام موسی صدر د شهادت ټؤل ګواهان وژلی دی يوازې زه د هغه شهادت ګواه يم.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس چې له "almanaralink" یې نقلوی چې دمصر نسكور شوی ولسمشر ښاغلی حسنی مبارك خپله ځانګړې ډايری څخه د اليوسف ورځپاڼې د هغه ياداښتونه چاپ كړې دی او ليكلی یې دی چې امام موسی صدر د ترخو او سختو خبرو نه پس د قذافی په لاس وژل شوی دی.
په دې ياداښت كې ليكلی شوی دی چې قذافی امام موسی صدر د ماښام خوراك ته رابللی ؤ هلته قذافی د امام موسی صدر یې د داخلی نښتو ذمه وار بللې ؤ او هغه نه پس دواړه سخت غوسه شول قذافی خپل ګارډز او محافظ راغوښتل او هغو امام موسی صدر او د هغه ملګری ووهل او بيا یې ونيول.
هغه زياته كړې ده چې قذافی څلور ګنهټې امام موسی صدر ووهل او هغه بې هوشه شو او بيا یې هغه د هغه ملګرو سره ونيول او غټو غټو كاڼو سره یې وټړل او په بحيره روم كې وغورځول او بيا قذافی ددې پیښې ټول ګواهان او شاهدان ووژل او يوازې زه ددې پیښې ژوندې ګواه يم.
يادونه كوو چې د مصر انقلاب نه پس د امام موسی صدر د ژوندی كيدا او مړيدا په هكله مختلف إطلاعات تر لاسه شوی ؤ.
975561
captcha