IQNA

انسانی حقوقو ادارې په سعودی عرب كې د بې ګناه خلكو ځپل په كلكه وغندل

22:57 - March 31, 2012
د خبر لمبر: 2296101
نړيواله ډله: انسانی حقوقو ادارې په سعودی عرب كې د نيوللو او مخالفينو ځپل په كلكه وغندل او له سعودی واكمنانو یې د خپلو مخالفينو او او د هغه بې ګناه نيوللو د بندولو غوښتنه وكړه كوم كسان چې په ارام سره دخپلو عقيدو پيروی كوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له راصد خبری اژانس یې نقلوی چې انسانی حقوقو ادارې د مينځنی ختیځ او شمالې افريقه كمیټۍ مشره ميرمن ساره ليویټسن ويلی دی چې اوس مهال په سعودی عرب كې د اصلاحات، جمهوريت او حقوق بشر د رعايت كولو او دخيال ساتلو غوښتنه وكړه.
هغه ټينګار وكړ چې سعودی واكمنانو د خپلو مخالفينو په سفر كولو بنديزونه لګولو او هغه په اوږد مهال په بند كې بندولو په ځای د انسانی حقوقواو د رایې ازادی احترام وكړی.
ساره ليونټسن زياته كړه چې تر څو چې سعودی عرب واكمنان د انسانی حقوقو خلاف ورزی كوی او په دې كار چپتيا ته دوام وركوی هومره پورې به دغه كسان د خپل حقوقو د ترلاسه كولو لپاره خپل فعاليتونو ته دوام وركوی.
976434
captcha