IQNA

كويتی شيعه مشر: د سعودی مفتی په خپل سپكاوی كولو بخښنه وغواړی

23:01 - March 31, 2012
د خبر لمبر: 2296103
نړيواله ډله: په كويت كې د مختلفو مجتهدينو وكيل او استازې آيت اللہ سيد محمد باقر المھری د سعودی عرب مفتی لخوا د پيغمبراكرم صلی الله عليه واله په شان كې سپكاوی كولو په كلكه غندلو سره غوښتنه وكړه چې هغه دې له ټولو مسلمانانو بخښنه غوښتلو سره سره له الله تعالی هم مغفرت وغواړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې آيت اللہ سيد محمد باقر المھری د سعودی مفتی العريفی د سپكاوی كوونكی بيانونه په كلكه غندلو سره وويل چې د سعودی مفتی بيانونه د پيغمبر اكرم څرګند سپكاوې ده او د پيغمبر اكرم ته د دروغو نسبت وركول برابر دی.
د سعودی عرب وهابې مفتی محمد العريفی د امارات ټی وی چينل سره په مركې كې دا دعوی كړې وه چې د شرابو له حراميدو مخكښې، ځينې خلكو پيغمبر اكرم ته شراب ډالۍ كول او پيغمبراكرم هم دغه شراب يا خرڅول او يا نورو خلكو ته ډالۍ كول دی.
976352
captcha