د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له المنار اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د لبنان د حزب الله غورځنګ مشرسيد حسن نصر الله تيره شپه د بې بی زينب سلام الله عليها د نيكمرغه زوكړې په مناسبت او د د لبنان په جنوب كې په ضاحيه حريك حإره سيمې كې د بی بی زينب په نوم د ورزشی، مذهبی او كلتوری دفتر د پرانستلو په دستورو كې وينا وكړه.
هغه د خپلې وينا په پيل كې د حضرت بی بی زينب سلام الله عليها د نيكمرغه زوكړې په مباركې ويلی سره وويل دا دفتر په داسې سيمې كې ده چې دا سيمه له ځينو كسان لخواد حزب الله مربع امنيتی بللې كیږی خو اوس دا سيمه مربع امنيتی نه ده بلكې اسراييلو سره په جنګ كې دا سيمه د اسراييلو د توغندویې په نخښه وه او ډيره تباهې یې رامينځته كړې وه خو د اسراييلو دغو اقداماتو ته مو د دې سيمې دبياجوړونی سره ځواب وركړ او په دې دفتر او كلتوری مركز كې ووايو چې دا زمونږ ځواب او پيغام دی او د بی بی زينب نوم مو دې مركز لپاره خوښه كړې ده.
د لبنان حزب الله مشرزياته كړه چې د ځمكې نړيواله ورځ د فلسطين او د قدس ورځه ده او ټول فلسطينيان په دې ورځ تظاهرات كوی او خپل مينځ كې د يووالې څرګندونه كوی.
هغه زياته كړه چې نيواكګر او د هغو ملګری له مونږه غواړی چې د فلسطين مسله او خبره هير كړو او يا له خپل لومړيتوبه یې وباسو چې فلسطينيان تسليم شی.
976539