د شام مشهور شاعر، اديب او د عربو ليكوالانو د اتحادیې غړې ښاغلی ملك صقور د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د خبريال سره په خصوصی مركې كې وويل چې په ميلادی كال 2006ء كې د اسراييلو حكومت سره د حزب الله درې ديرش ورځنۍ جنګ كې د كاميابی نه پس سيد حسن نصرالله سره د خلكو مينې كې ډير زياتې راغلی دی. او په هماغه كال كې په مصر كې نږدې د اووه زرو ماشومانو چې په هغه كال كې زیږيدلی وو مور او پلار پې حسن نصرالله نومونه ایښې وو دا خبره د دې ښودنه كوی چې خلكو د هغه سره مينه زياته شوی ده او اوس هم ورسره مينه لری. او د يو اټل په توګه ورته ګوری.
هغه زياته كړه چې الله تعالی سيد حسن نصرالله ته د مخلصو او میړنی مجاهدينو په شكل كې يوه ښه ډالۍ وركړې ده همدارنګ د ايران اسلامی جمهوريت او هغه نه پس شام د هغه ملاتړ كوی او په لبنان كې هم هغه يو لوړ شخصيت په توګه مشهور دی.
972335