IQNA

د قطر پلازمينې دوحه كې د قران خطاطی نندارتون تر سره كیږی

21:31 - April 04, 2012
د خبر لمبر: 2298150
نړيواله ډله: د قطر د اوقافو او اسلامی چارو وزير په قطر پلازمينې دوحې كې د قران او بلنې په مركز كې د عربی او قرانی خطاطی د نندارتون د تر سره كولو خبر وركړې دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Gulf Times»، یې نقلوی چې د قطر د اسلامی چارو او اوقافو وزير ښاغلی عيث مبارك علی عمران الكواری د دې خبر په اعلانولو سره وويل چې ددې نندارتون د د تر سره كولو هدف د قران ښايسته خطونو په وسيله د قران ژبې خوږوالی څرګندونه ده.
د اسلامی چارو او اوقافو وزير ښاغلی عيث مبارك علی عمران الكواری په دې خبرې ټينګار وكړ چې د دا ډول نندارتونونو د تر سره كولو موخه د اسلامی ارزښتونو او ښكلی توب د خپرونې لپاره يو سم او اغيز من اقدام دی او د قران په ايتونو كې د تدبر او تفكر او د حفظ كولو د سنت د ژوندی كولو ښه وسيله ده.
977009
captcha