IQNA

په مراكش كې د قدس په حمايت كې مظاهره تر سره كیږی

21:32 - April 04, 2012
د خبر لمبر: 2298151
نړيواله ډله: د مراكش په كاسا بلانكا ښار كې د دې هيواد د عدالت او پرمختګ ګوند په كوششونو سره د قدس په حمايت كې د مظاهرې د تر سره كولو خبر وركړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Palestine Info»، ويب پاڼئ یې نقلوی چې د مراكش د عدالت او پرمختګ ګوند د مشر مرستيال سليمان عمرانی اعلان كړې دې چې د فلسطين د ولس په حمايت لپاره د نړيوال قدس لاريون كې ګډون كول زمونږ قومی فريضه ده.
هغه زياته كړه چې د دې ګوند په خپل مركزی دفتر كې په خپلې اخيرې ناستې كې د قدس په حمايت كې تر سره شوی مظاهرې جاجولې وې او د مراكش لخوا د فلسطينيانو د حمايت د زياتيدا لپاره په دې هيواد كې د مظاهرو د تر سره كولو غوښتنه كړې دی.
د ويلو ده چې تيرې جمعی ورځې د يوم الارض په مناسبت سره په مراكش كې مظاهرې تر سره شوی وې. او ددې هيواد يو پلاوې هم په نړيوال كاروان "الی بيت المقدس" كې موجود دی.
976953

captcha