IQNA

په ميانمار كښې د فاطميه ورځو د وير د مراسمو جوړېدل

22:49 - April 04, 2012
د خبر لمبر: 2298180
سياسی او اجتماعی ډله: د اسلام د قدرمنې مېرمن حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها د شهادت د نمنانځنې په مناسبت د فاطميه ورځو د وير او ماتم مراسم د روانې اوری د مياشتې له اولسمې نېټې څخه د ميانمار جمهوريت په ((يانګون)) ښار كښې جوړیږی
د ايران د قرانی خبرې اېجنسۍ د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه مراسم د روانې اوری د مياشتې له اولسمې نېټې څخه د يانګون ښار په لوې جومات كښې د ميانمار د شيعه مسلمانانو په شتون سره شروع كیږی چې د همدې مياشتې تر يوېشتمې نېټې پورې به دوام ومومی.
دغه مراسم به د پنیځو ورځو په موده د ځای وخت مطابق له ١٩:٣٠ بجو نه شروع كیږی او پكښې به د حضرت فاطمه زهرا د ژوند او د اسلام په لوړتيا كښې (س) د دغې قدرمنې مېرمن د رول او د هغې د اخلاقی فضائلو په باره كښې په ميانمار كښې مېشته او جامع الصطفی العالميه له طلابو څخه شېخ عنايت حسېن، شېخ غلام عباس او شېخ اصغر علی په وېناوې وكړی.
همدارنګ د دغه هېواد يو شمېر مداحان به د حضرت فاطمه زهرا (ص) په وير كښې مرثينې او نوحې ووائی او همدارنګ به هره ورځ د مراسمو په پاې كښې ويرجن ګډو ن كوونكی سينه زنی كوی.
977494
captcha