IQNA

په تيونس كې 400 جوماتونه د وهابيانو په لاس كې دی

17:38 - April 05, 2012
د خبر لمبر: 2298376
نړيواله ډله: د تيونس د مذهبی چارو وزير د وهابيانو لخوا د كږو او ګمراهو افكارو د پراختيا لپاره په څلور سوه جوماتونو باندې د وهابيانو د تسلط اطلاع وركړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز taqadoumiya یې نقلوی چې د تيونس د مذهبی چارو وزير ښاغلی نور الدين الخادمی ويلی دی چې جوماتونه د خپلو سياسی هدفونو لپاره كارول او استعمالول مناسبه خبره نه ده بلكې دا مقدس او سپیڅلی ځايونه بايد د يو بل احترام او ورولۍ پراختيا مركزونه وی.
هغه زياته كړه چې د تيونس په پينځو زرو جوماتونو كې له څلور سوه زياتو جوماتونه د وهابيانو په لاس كې دی او نور پينځوس جوماتونه په فرقه ايزو مشكلاتو كې ګير دی.
هغه جوته كړه چې وهابيانو تر اوس مهال د تيونس په جوماتونو لكه "الفاتح" جومات مخې ته څو ځلې مظاهره كړی ده.
977016
captcha