د المنار اطلاع رسونې د سایټ په نقل سر د ايران د قرانی خبری اېجنسی (اېكنا) د رپوټ مطابق په لبنان كښې د علامه فضل الله د موسساتو مشر سيد علی فضل الله پرون د اوری د روانې مياشتې په پنځلسمه نېته په لبنان كښې اسلامی جهاد غورځنګ له نمائنده ابوعمارالرفاعی سره په كتنه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: دخپلو سياسی ترجيحاتو په سر كښې د فلسطين د مسئلې د راوستلو لپاره د عربو او اسلامی هېوادونو ګډ اقدام يوه زيات اهميت لرونكې چاره ده.
هغۀ زياته كړه: صهيونېسټ دښمن تر هغه وخته چې مسلمانان په خپلو كورنيو مشكلاتو كښې مشغول دی ښۀ ارامه او خوشحاله وی او د قدس شريف د يهودی كولو او مسجدالاقصی د ويجاړولو په شان سياستونه په مخكښې نيسی.
فضل الله په دوام كښې له عربی او اسلامی ولسونو څخه وغوښتل چې له مذهبی فتنو سره چې په سيمه كښې یې بڼه نيولې ده د مقابلې لپاره دې خپل ساستونه او پلانونه چې متحد او يو كړی.هغۀ څرګنده كړه چې سنی او شيعه مسلمانان د هغوی مشكلاتو له طوفان سره د مقابلې لپاره چې په سيمه كښې شروع شوی دی مجبور دی چې په خپلو كښې سره يو موټی شی او يوه ګډه غږملتيا ولری.
978276