IQNA

په سعودی عربستان كښې د احتجاجونو د دويمې څپې پېل د آل سعود د رژيم له نسكورولو څخه خبر وركوی

23:03 - April 05, 2012
د خبر لمبر: 2298435
نړيواله ډله: د سعودی عرب د دوو زرو پوهانو فعالانو لخوا له اعتراض نه د ډكې بيانیې د صادرولو هدف د آل سعود له قېموميت سره د څرګند مخالفت لپاره په سعودی عربستان كښې د احتجاجونو د دويمې څپې بڼه نيونه ده چې د واكمن رژيم له نسكورولو څخه خبر وركوی.
د العالم سپوږمكيز چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ ( اېكنا) د رپوټ له مخې د مصر د الانوار ورځپاڼې چيف ایډیټر يا سر دبير عادل الجوجری وويل: هغه يوه بيانيه چې د سعودی عرب له دوو زرو نه زياتو پوهانو لاس ليك كړ د آل سعود له قېموميت سره د مخالفت او په دغه هيواد كښې د احتجاجونو د دويمې څپې شروع كېدو بيانوونكې ده.
عادل الجوجری زياته كړه: دغه بيانيه يو فكری منشور دے د سعودی عرب په ختیځ كښې د احتجاجونو او خوزښتونو د قبيله ای والی نفی كوی او د يو لړ سټراتيجېكو پروګرامونو په اجرا كولو سره به بالاخره په سعودی عرب كښې د حكومت د بدلون سبب شی.
د دغه رپوټ له مخې د سعودی عرب د ځوانانو يوې ډلې د يوې بيانیې په صادرولو سره د په سعودی عرب كښې د وهابی علماؤ په مشرۍ د آل سعود قېموميت رد كړ.
978283
captcha