IQNA

د جرمنی د مدرسو د زدكړو په يونټونو كښې د اسلام د يو شمېر درسونو زياتول

23:02 - April 05, 2012
د خبر لمبر: 2298436
نړيواله ډله: د جرمنی د نوردراين او وستفالن صوبې په ابتدائی سكولونو كښې له ٢٠١٣ ميلادی كال څخه د اسلامی يو شمېر درسونه د دينی كلتور او اخلاقی تعليماتو د درسی يونټونو ځاے نيسی.
د اطلاع رسونې د مركز «risaleajans» د سایټ په نقل سره د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د جرمنی د نوردراين او وستفالن صوبې چارواكو وويل چې هغه بدلون ته په پام سره چې په ٢٠١١ كال كښې له دينی زدكړو سره په اړوند قانونی ماده كښې یې بڼه نيولې ده له ٢٠١٣ كال څخه د دينی كلتور او اخلاقی تعليماتو د درسی يونټونو په ځاے له دې نه وروسته د اسلامی يو شمېر درسونو يونټ به د ابتدائی سكولونو زده كوونكو ته وړاندې كړې شی.
په دې لړ كښې د اسلام د يو شمېر درسونو يونټ به له راتلونكی ميلادی كال څخه د دغې صوبې د څه د پاڅه يو سل دېرشو سكولونو كښې تدريس شی او مسلمان او غېر مسلمان زده كوونكی به وكړې شی د اسلام او د الهی دين د اصولو په اړه لا زيات مطالب او زده كړی.
978392
captcha