د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې په دغه كانفرنس كښې چې پكښې څه د پاڅه شپېتو تنو مسلمانو او مسيحی مفكرانو شتون لرۀ په آسټريا كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری رايزن عليرضا ملكيان په خپله وېنا كښې څرګنده كړه:دين يوه شخصی مسئله نۀ ده او يوازې له خداے پاك سره د رازو نياز او دعا كولو او د انفرادی مشكلاتو د اواری لپاره له هغۀ څخه د مرستې د غوښتلو لپاره وسيله نۀ ده بلكې انفرادی اړتياو ته له ځواب ويلو نه علاوه اجتماعی اړخ هم لری او د انسانانو د اجتماعی، كلتوری، سياسی او اقتصادی روابطو لپاره هم پروګرام او دستورالعمل لری.
هغۀ د سورۀ نحل ٨٩ مبارك ايت ته په اشارې سره تاكيد وكړ: قران شريف د هرې وړې او لوې موضوع لپاره مشخص احكام او دستورات لری او د بشری ټولنې ټولو اړتياؤ ځواب وركوونكے دے او تكامل او سعادت ته د رسېدو لاره په قران شريف كښې بيان شوې ده.
978521