د ايران د قرانی خبرې اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې د تيونس انقلابی شاعر سيف عمارالمدانی په تېرو ورځو كښې په تيونس كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری رايزنۍ په دفتر كښې په حاضرېدوسره له صادق رمضانی ګل افزانی سره كتنه او خبرې اترې وكړې.
هغۀ چې له شعر ويلو نه علاوه په فېلم نامه ليكنې او ډرامه ليكنې باندې هم بوخت دےد ((ملحمه شعب: حماسه ملت)) ترعنوان لاندې خپل تر ټولو وروستی فېلمی اثر د لنډې شرحې په وړاندې كولو سره د فلسطين له مسئلې او د نيواكی زمكو له ازادولو څخه د عمومی افكارو د منحرفولو لپاره د صهيونېسټ رژيم په ملګرتيا سره د لويدیځ هدف لرونكی كوششونه وغندل او وې ويل: اسرائيل په نړۍ كښې د شرارت د محور په سر كښې دے او پكار دی له منځه لاړ شی.
978468