IQNA

خاتمی: د سوریې پرضد دځينو عربی او لويدیځو هېوادونو دښمنانه چلند وغندل شو

22:07 - April 06, 2012
د خبر لمبر: 2298760
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب، د سوریې پرضد د ځينو عربی او لويدیځو هېوادونو د دښمنانه چلند او په دې هېواد كې د ګډوډۍ د رامنځ ته كولو لپاره د هغوی د هڅو لامل، د اسلامی ویښتيا له څپې څخه غچ اخيستل وباله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ، ايت الله، احمد خاتمی د صهيونيسټ رژيم پر وړاندې د سوریې مقاومت ته په اشارې سره وويل چې نړيوال استكبار ځينو عربی او لويدیځو هېوادونو ته د دوكې په وركولو سره، په سيمه كې له ولسی پاڅونونو څخه د ملاتړ له امله له سوریې څخه د غچ اخيستنې په لټه كې دی.
آيت الله خاتمی ددې په بيانولو سره چې اسلامی ویښتيا، د سيمې ځينې هېوادونه د ا ستكبار له سلطې څخه وايستل، په ډاګه كړه چې هغه هېوادونه چې سوریې ته د ټكان وركولو په لټه كې دی، پوه دې شی چ
ې په دې هېواد كې به هرډول پوځی لاسوهنه، په سيمه كې د اور د ګرمېدو لامل شوی ا وپه دې اور كې به دوی هم راګير شی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل چې د آل سعود رژيم په سوريه كې د فتنې په رامنځ ته كولو سره، د مقاومت پر دې ملاتړی هېواد كې د جګړې اورته لمن وهی.
احمد خاتمی همدارنګه په سيمه كې د عربستان پر تفرقې اچونكی سياست په نيوكې سره ټينګار وكړ چې عربستان اوس په سيمه كې د فتنې اچونې پر مركز ا و د ټونس د پرځېدلی ديكتاتور، زين العابدين بن علی او د عراق د ولسمشرد تښتېدلی لومړی مرستيال، طارق الهاشمی په شان ترهګرو پر امن ځای بدل شوی دی.
آيت الله خاتمی د سيمې په ځانګړې توګه اسلامی هېوادونو سره د اړيكو د لانږدې كېدو او ژور والی لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت هڅو ته په اشارې سره وويل: په داسې حال كې چې ايران تل د مذهبونو د نږدې كېدو خبره كوی، عربستان په سيمه كې د اختلافونو د رامنځ ته كولو په لټه كې دی چې دغه كړچار به دې هېواد ته له نابودۍ او زيان پرته بله پايله ونه لری.
د تهران د جمعې لمانځه همدارنګه د بحرين په مسئله كې او په دې هېواد كې د آل خليفه رژيم مخ پر زياتېدا جنايتونو ته د ځينو عربی هېوادونو پر بې پامۍ په نيوكې سره، زياته كړه چې عربستان همدا اوس بحرين لاندې كړی دی او ددې هېواد خلك ځپی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اپريل په ۸مه نېټه له ايران سره د اميركا د اړيكو د پرې كولو ورځې ته په اشارې سره هم وويل چې د اړيكو دغه پرېكون، د امريكايی جاسوسانو د نيولو لپاره د انقلابی ځوانانو له اقدام وروسته وشو او له هغې ورسته، د امريكا د وخت ولسمشر له ايران سره ټولې اړيكې پرې كړې.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل چې د ايران د اسلامی جمهوريت بنسټګر، حضرت امام خمينی رح له امريكا سره د اړيكو د پرې كولو هركلی و كړ او ویې فرمايل ((كه امريكا په خپله دوسيه كې يو ښه كار كړی وی، همدا دی او موږ هم د اړيكو غوڅول غواړوو.))
979335
captcha