IQNA

په برازيل كښې د وړومبی ځل لپاره اسلامی جامې وړندې شوې

22:03 - April 06, 2012
د خبر لمبر: 2298767
د كلتور او هنر ډله: د برازيل د اسلامی مركز په همت سره د دغه هېواد په سائوپائولو ښار كښې د اول ځل لپاره يو شمېر اسلامی لباسونه په تېره بيا د پرده دارو ښځو جامې وړاندې كړې شوې.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې دغه ډول جامې په اول ځل له اسلامی جامو سره د دلچسپی لرونكو ښځو لپاره په خصوصی توګه نندارې ته اېښودلې شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې دغه ډول جامې چې په مختلفو رنګونو او شكلونو كښې په اسلامی لباسونو مشتملې دی داسلامی جامو په نندارتون كښې د اخېستلو لپاره كېښودلې شوې چې دغه نندارتون حتی د غېر مسلمانو ښځو له ښۀ هركلی سره مخامخ شوے دے.
978581
captcha