IQNA

په تاتارستان كښې د قران شريف د زدكړو مستند فېلم جوړ شو

22:02 - April 06, 2012
د خبر لمبر: 2298768
د قرانی فعاليت ډله: د تاتارستان د رېډيو او ټيلی ويژن ادارې په دغه هېواد كښې د قران شريف د زدكړو په باره كښې يو مستند فېلم جوړ او خپرولو ته یې تيار كړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د مسلمانانو په چارو باندې د غور كولو د ادارې د اطلاع رسونې څانګی د اوری د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د دې خبر په اعلانولو سره وويل: دغه مستند فېلم د دغه هېواد د رېډيو او ټيلی ويژن د ادارې په كوشش او د روسیې د اسلامی پوهنتون په ملګرتيا سره په قازان ښار كښې د دغه پوهنتون د قران شريف د قاريانو او حافظانو د تربيت په مركز كښې جوړ شوے دے.
دغه فېلم ټاكل شوې ده نن د اوری د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د ځای وخت په مطابق په ٩:٠٥ بجې د روسیې او تاتارستان له ټيلی ويژن څخه ((د روح خزانه)) نومې پروګرام په چوكاټ كښې وښودل شی.
977904
captcha