IQNA

يو يونانی كس اسلام قبول كړی

23:38 - April 08, 2012
د خبر لمبر: 2300423
سياسی او اجتماعی ډله: د يو يونانی ښاريز يورګوس جارج سيالوپ چې يوسف نوم یې د ځان لپاره غوره كړ د اسلام قبولولو مراسم په اېتنز كښې د ايران په كلتوری مركز كښې وشول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې د دغو مراسمو په ابتداء كښې د ايران د كلتوری مركز سرپرست محمد رضا پاكروان د اسلام د وحدت، يووالی، ورورولۍ او د مينې دين وبالۀ او وې ويل: د اسلامی نورانيت او احكام له يو خاص وخت او مانې څخه بالا تر دی.
د مراسمو په دوام كښې يونانی ښاريزد خداے پاك په وحدانيت، د خداے پاك د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) په رسالت او د اميرالمومنين حضرت امام علی بن ابی طالب (ع) په امامت او ولايت باندې په اقرار سره د اسلام مبين دين قبول كړ او د ځان لپاره یې يوسف نوم غوره كړ.
د مراسمو په اخېر كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتور مركز لخوا د يونانی ژبې له ترجمې سره يو ټوك قران شريف او څو نورې كلتوری هدیې يوسف سيالوپ ته ډالۍ كړې شوې.
979693
captcha