IQNA

د لبنان د اسلامی مقاومت د قدرت زياتوالے د حزب الله اصلی ترجيح دے

23:40 - April 08, 2012
د خبر لمبر: 2300427
نړيواله ډله: هغه څخه چې په سيمه كښې رامنځته كیږی د لبنان دازادولو او له دغه هېواد څخه د دفاع د عملياتو په مخ بيائيلو كښې د په خپلو سټراټيجيو باندې د اسلامی مقاومت حزب الله د پابندۍ د لازموالی ښودنه كوی
د المنار اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې په لبنان كښې د ((السيده زېنب )) (س) نومې جومات د جُمعې خطيب شېخ علی دعموش د اوری د مياشتې په اتلسمه نېټه د جمعې د نمانځۀ په خطبو كښې دې مطلب ته اشاره او تاكيد وكړ مقاومت به له خپلې سټراټيجۍ او وسلې څخه لاس وانخلی او د صهيونېسټانو له لالچ، طمعې او ګواښونو سره په مقابلې كښې له دغو دواړو اوزارو څخه كار واخلی .
هغۀ زياته كړه: د هغو بدلونونو باوجود چې د مېنځنی ختیځ په سيمه كښې رامنځته كی اسلامی مقاومت حزب الله د امريكې او اسرائيلو د پلان په وړاندې يو تر ټولو سخت خنډ ګڼل كیږی. هغه وويل: ګه د مقاومت امادګی او وسله نه وې نو اوس به د لبنان په كليو او ښارونو كښې د صهيونېسټ رژيم د ځواكونو د شتون كتونكی وو خو هغه څخه چې اوس د لبنان په خاوره باندې د صهيونېسټانو د تېری خنډ شوے دی د حزب الله له فوځی طاقت څخه د هغو ويره او ترهه ده.
979936
captcha