نړيواله ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت د غورځنګ (حماس) د سياسی دفتر مشر د وړمه ورځ د اوری د مياشتې په اتلسمه نېټه په قطر كښې ((قدس، تاريخ او اميد)) تر عنوان لاندې د قدس په څلورم نړيوال كانفرنس كښې تاكيد وكړ: قدس به يوازې په مقاومت او وسلې سره واپس واخېستلې شی او مونږ نن له هر بل وخت نه زيات د دغه مقدس ښار د نجات لپاره د نړۍ د ننګيالو او پتمنو كسانو لام بندۍ ته ضرورت لرو.
د قطر چاپ ((الشرق)) ورځپانې په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د فلسطين د اسلامی مقاومت د غورځنګ حماس د سياسی دفتر مشر خالد مشعل په دغه كانفرنس كښې تاكيد وكړ: قدس شريف د يو تريخ حقيقت كتونكےد ے. هغه ښار چې د مسلمانانو قبله او د خداے د ګران رسول (ص) د معراج او اسراء ځاے دے او نن د ازادۍ لپاره كوشش او قربانۍ ته ضرورت لری.
هغۀ څرګنده كړه: صهيونېسټ دښمن دې پكار دی په دې پوه شی چې هیڅ يو سياسی پروګرام به د قدس شريف په نظر كښې له نيولو نه بغېر اجرا نۀ شی او له قدس نه بغېر زمونږ هیڅ يو حقيقی سياست نۀ شو ټاكلې.
خالد مشعل همدارنګ تاكيد وكړ: قدس به يوازې په مقاومت او وسلې سره واپس واخېستل شی.
د دغه رپوټ له مخې قدس، تاريخ او اميد تر عنوان لاندې دقدس څلورمه نړيواله غونډه د مسلمانو علماؤ د نړيوالې اتحادیې په همت او د حماس د غورځنګ د سياسی دفتر د غړيو، د مسلمان علماؤ د نړيوالې اتحادیې د عمومی سېكتر او د فلسطنی د يو شمېر پتياليو په شتون شره وشوه.
979910