IQNA

په هند كښې د قران شريف بنيادی زدكړې بيان شوې

23:37 - April 08, 2012
د خبر لمبر: 2300431
د قرانی فعاليتونو ډله: د اوری په شپاړسمه نېټه د هند د اترپرديش صوبې په سنبهل ښار كښې د سراج العلوم مدرسې په همت سه ((قران شريف د بشريت ضرورت تر عنوان لاندې يو سيمينار كښې د قران شريف بنيادی زدكړې وڅېړلې شوې.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځې او جنوب لويیځ د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د قران كريم د بشريت تر عنوان لاندې په يو سيمينار كښې د اوردی مياشتې په شپاړسمه نېټه د دغه هېواد د دينی علماو منجمله محمد سالم، محمد قاسمی، محد راشد، محمد ذوالفقار، محمد عارف، ذكری او اطهرالله خان لخوا د قران شريف بينادی زدكړې بيان شوې او څېړنه یې وشوه:
په دغه سيمينار كښې د دغه هېواد مشهور دينی عالم او خطيب محمد سالم په خپله وېنا كښې وويل: د انسان لپاره د قران شريف د زدكړو يادول او ورباندې عمل كول يو نۀ انكارېدونكے ضرورت دی، ځكه چې قران شريف په هر دور كې د انسانانو د ټولو مشكلاتو لپاره تر ټولو غوره حل لارې وړاندې كړی دی او مونږ ته پكار دی چې په دغه الهی كتاب باندې منګولې ولګوو او ارزښتاك احكام یې په خپل ژوند كښې عملی كړو.
979345
captcha