IQNA

شهيد صدر په نړۍ كښې د اسلامی بيدارۍ نظريه وړاندې كوونكی ؤ

13:08 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2300912
نړيواله ډله: د تيونس اسلام څيړونكی محمد تيجانی سماوی ((د شهيد محمد باقر صدر د افكارو احياء)) نومې سيمينار كښې چې وړمه ورځ د اوری د مياشتې په ١٩ نېټه په نجف اشرف كښې وشو تاكيد وكړ: شهيد باقر صدر په نړۍ كښې د اسلامی بېدارۍ نظريه وړاندې كوونكے ؤ.
د نون خبری اېجنسۍ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې دغه غونډه د آيت الله العظمی شهيد سيد محمد باقر صدر د شهادت د دوه دېرشمې كليزې په مناسبت او د ((شهيد صدر د نوی اسلامی غورځنګ مخكښ)) په شعار سره په نجف اشرف ښار كښې وشو.
د لبنان، تيونس، سېنیګال، د ايران د اسلامی جمهوريت او كېنيا په شمول د نړۍ د مختلفو ملكونو عالمانو او همدارنګ د عراق يو شمېر مفكرانو او عالمانو او په نجف اشرف كښې د عراق د شيعه مسلمانانو مرجع آيت الله العظمی شېخ بشير نجفی نمائنده په دغه غونډه كښې ګډون وكړ او د پرانېستې په مراسمو كښې یې وېناګانې وكړې.
د سيمينار غونډې په دوو نوبتونو سهار او مازیګر جوړې شوې او په دغو غونډو كښې د شهيد صدر د افكارو او آثارو په باره كښې دېرش علمی څېړنې وړاندې كړې شوې.
تيونسی عالم او مفكر او د مالكی فقهې يو سنی مذهبه دينی عالم چې شيعه شوے دے سيد محمد تيجانی سماوی له نون خبری اېجنسۍ سره په مركه كښې څرګنده كړه: شهيد صدر د اسلامی بېدارۍ چې نن یې اسلامی دنيا كتونكی ده حقيقی نظريه پرداز دے او همدارنګ د ايران د اسلامی انقلاب نظريه پرداز ؤ او هغۀ په مختلفو فكری ، فلسفی، اقتصادی او فقهی زمينو كښې يو لړ ارزښتناك تاليفات پرېښودی دی.
980236
captcha